iqna

IQNA

بچوې
سپاه پاسداران
ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښود او ددستو قواؤ لوي قوماندان  دوسلوالو ځواکونو له قوماندانانو سره  په کتنې کې د  هوښیارو او ځیرو ځواکونو  په اقداماتو کې د تدبیر د لحاظ کولو په قدرونې سره  ووئيل،وروستۍ ډول ډول بیښې  له لګښتونو او بریاؤ سره یو ځاي دي او  مهمه دا ده چې  په تدبیره سر،لګښتونه کم  او بریاوې زیاتې شي  او دا هغه کار دی چې وسلوالو ځواکونو به دا وروستیو پيښو کې ترسره کړ.
د خبر لمبر: 3489082    خپرونې تاریخ : 2024/04/21

ایکنا- د  KHAMENEI.IR  رسانئ کارؤنکو، سږکال په مرداد میاشتې کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران و له قوماندانانو سره په کتنې کې  دحضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي جمله ؛له تند او تیزو څپوڅخه تیریدا او د څوکو فتح کیدا ته نزدیکیدا ؛ جمله په ۱۴۰۲لمریز کال کې د  اسلامی انقلاب د ستر لارښود د ترټولو مهمې جملې په توګه وټاکله.
د خبر لمبر: 3488912    خپرونې تاریخ : 2024/03/20

ایکنا- آل عمران سوره او د فتح سورې ۲۹ آیت  د پرله پسې دوهم کال لپاره ترټولو زیاته تکراریدونکي سوره او آیت غوره شو.
د خبر لمبر: 3488910    خپرونې تاریخ : 2024/03/20

ایکنا-(تهران) حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د غزې په وروستیو پيښو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم پوځي او عملیاتي ناکامیو ته په اشارې سره  وفرمائيل؛ځیني اسلامی حکومتونه په ظاهره  په ټولنو کې ، د وحشي صهیونیسټي رژیم جنایتونه محکوموي ، او ځیني نورو  هم تر اوسه نه دي محکوم کړي ، خو دا د منلو وړ نه ده ، اصلی کار دا دی چې د صهیونیسټي رژيم  حیاتی شریان او بهیر غوڅ شي او اسلامی حکومتونه  دغه رژيم ته د انرزۍ او شیانو  د رسیدا  مخه ونیسي.
د خبر لمبر: 3488295    خپرونې تاریخ : 2023/11/19

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران و عمومی قوماندان  د پا کستان د پوځ له مشر قوماندان سره په کتنې کې   ددغه ګاونډي هیواد امنیت او ثبات د ایران  امنیت او ثبات وبالۀ.
د خبر لمبر: 3487634    خپرونې تاریخ : 2023/07/16

ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران  مرستیال قومندان په فارس خلیج کې دیره امریکایانو ته سخت خبرداری ورکړ چي که امریکایانو ایراني کشتیو ته په بد نظر هم وګوري، نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
د خبر لمبر: 3487305    خپرونې تاریخ : 2023/05/08

ایکنا-(تهران) د وري د میاشتې ۲۹ یا د اپریل اتلسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت  په کال هینداره کې د  پوځ  په ورځې نومول شوې ده.
د خبر لمبر: 3487205    خپرونې تاریخ : 2023/04/17

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر او د اسلامی شورا مشر د د شعبانیه نیکمرغه اخترونو اود اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران و د ملی ورځې په مناسبت پخپلو جلاجلا پیغامونو کې وئيلي دي، سپاه پاسداران د ایران د ملت سترګې او مشال، د دغه ټاټوبی د امنیت او ارامښت تضمینونکی او د نړۍ د مستضعفانو زړه ډاډ دي.
د خبر لمبر: 3486948    خپرونې تاریخ : 2023/02/25

ایکنا-(تهران) دتهران د جمعې لمانځه  خطیب د اسلامی انقلاب له بري  په وروسته پړاؤ کې د سپاه پاسدرانو بې بدیله رول ته په اشارئې سره ووئيل، ایران نن سبا د ډرونز  او توغندوي قدرت په هغه ځائیګي کې دی چې هیڅ یو قدرت ورڅځه انکار نشي کولی او اوس  ټول د  اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران و په برکت سره له ایرانه ویره او وحشت لري او  مخې ته ئې نشي ورتللی.
د خبر لمبر: 3486946    خپرونې تاریخ : 2023/02/24

ایکنا-(تهران) دایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴کلیزې په مناسبت دجمعې په شپه په آزادۍ چوک کې د نور افشاني یا اور لوبې (آتش بازئ)دستورې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486889    خپرونې تاریخ : 2023/02/12

ایکنا-(تهران)په تیرو څه د پاسه څلویښتو کلونو کښې په بیلابیلو سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیزو، کلتوري او پوځي اړخونو او برخو کښې د ایران ستر بریالیتوبونه د اسلامي انقلاب د بریالیتوب او د اسلامي جمهوري نظام د ټینګیدا په سیوري کښې رامینځته شوي دي.
د خبر لمبر: 3486880    خپرونې تاریخ : 2023/02/11

ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران و عمومی قوماندان د سپاه په ضد د اروپائي پارلیمان د وروستي اقدام په غبرګون کې  ووئيل،اروپایان له سپاه سره سیالي نشي کولی.
د خبر لمبر: 3486787    خپرونې تاریخ : 2023/01/23

ایکنا-(تهران)د ایران خارجه وزیرامیر عبداللهیان جوته کړه د اروپا پارلیمان احساسي فیصله کړی ده په هغوکسانو چی دغه کار یې کړی دی عقلانیت واکمن نه وو .
د خبر لمبر: 3486784    خپرونې تاریخ : 2023/01/22

ایکنا-(تهران)نن د سه شنبې ورځ د دوه زره درویشتم(۲۰۲۳) میلادي کال کښې د جنورۍ د میاشتې دریمه او د څوارلس سوه لومړي(۱۴۰۱) هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت له کلیزې او د مقاومت له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.
د خبر لمبر: 3486698    خپرونې تاریخ : 2023/01/03

ایکنا-(تهران)د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقي پخپلې یوې خطبې کې د لیندۍ دنهمې دحماسې دکلیزې په درنښت سره روښانه کړه، په دغې ورځې د امام او امت ترمینځ انسجام یو ځل بیا خپله پیاوتیا او مضبوتیا نندارې ته وړاندې کړه او  او ثابته ئې کړه ،د امام او امت ترمینځ ارتباط چې د اسلام له لومړنیو وختونو راهسې ترنن ورځې پورې په مومنانو کې موجوددی نه شلیدونکی دی او هیڅوک مومنان له خپل امامه نشي  جلا کولی.
د خبر لمبر: 3486675    خپرونې تاریخ : 2022/12/30

ایکنا-(تهران)د جیش الظلم ډلګۍ یوه جنانیتکار ټیم چې د مشهد د جمعې امام آیت الله علم الهدی د ترور او د والی په دفتر دحملې نیّت ئې درلود، کشف او ونیول شو.
د خبر لمبر: 3486573    خپرونې تاریخ : 2022/12/10

ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب   سپاه پاسداران و نن د  اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیسټي رژيم له  جاسوسی ادارو سره د تړلو کسانو په سزاکولو کې د قضایه قوې داقدام په قدرونې سره اعلان وکړ،د ایران امنیتی ځواک به  د دښمن اجاره کړئ شوو له بلواګرو،اشرارو ،بدماشانو او  ترهه ګرو سره په پریکنده چلند کې هیڅ ځنډ او  نرمښت ونه کړي .
د خبر لمبر: 3486555    خپرونې تاریخ : 2022/12/05

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران و عمومي قوماندان سردار حسین سلامي د شاهچراغ دغمیزې له عاملانوڅخه دغچ په اخستو باندې په ټينګار سره ووئيل،دامریکا،انګلستان،اسرائيلو،عربستان ورستو رژيمونو ته خبرداری ورکوو چې په همدغو ځوانانو سره به ستاسو په لور راشو او بې ځوابه به مو پرې نږدو.
د خبر لمبر: 3486382    خپرونې تاریخ : 2022/10/29

ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسداران و په وروستۍ اعلامی کې وئیل شوي د عراق په کردستان سیمې کې دکومله ترهه ګرې ډلګې په مرکزونو په دغو حملو کې له ګائيډيډ اودقیق ویشتونکو وسلو کار اخیستل شوی دی .
د خبر لمبر: 3486271    خپرونې تاریخ : 2022/09/26

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران و نن په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،هغه ځیني غولیدلي کسان او د نوی نفاق ډله چی اوس په ظاهره ځان د ملت داغدار بولی،هغه کسان دي چی دښمنان د بایکاټ سختولو او حتی په هیواد پوځی حملې ته لمسوي
د خبر لمبر: 3486260    خپرونې تاریخ : 2022/09/22